دشیخ زاید پوهنتون-خوست دانګليسي ژبې او کمپیوټرزده کړې مرکز خبرتیا

دشيخ زايد پوهنتون هغه  تعداد محصلينو ته  چې کولای شي د ژمي په رخصتيوکې د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړې  ته ادامه ورکړي خصوصاً خوست مېشتو محصلينو ته خبر ورکول کيږي چې سر له همدا نن څخه دقوس مياشتې تر 25 نيټې پوري د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړې مرکز دنويو ټولګيو دثبت نام لپاره چې په وړيا ډول خدمات وړاندې کوي؛ دکورس ادارې ته مراجعه وکړي د ټاکلي وخت څخه وروسته بياثبت نام بنديږی.

يادونه:

  • د  انګليسي ژبې د زده کړې  لپاره د نوي ميتود اونوی سافټ وير لکه "“Tell Me More” څخه استفاده کيږي.
  • د انګليسي ژبې په برخه کې د انټرچينج د نوي نړيوال سيستم  څخه چې مختلف بصري او سمعي مواد لري په پروجيکټورنو ،ډاکومينټ ويو، او د کمپيوټرونو په ذريعه چې پرمختللې سافټ وئيرونه لري ، د انګليسي ادبياتو په برخه کې د ماسټر، او ليسانسا استادانو په مټ تدريس ورکول کيږي.
  • د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې ټول دفتري نړيوال پرمختللي پروګرامونه د کريکولم مطابق د کمپيوټر ساينس د با تجربه او ليسانسه استادانو لخوا په پروجيکټرونو او په عملي ډول ورکول کيږي.
  • د تمرين او  عملي درسونو لپاره مجهز او په نړيوال سټنډرډ سمبال ليبونه او مواد د زده کوونکو لپاره د زده کړې پر وخت په واک کې ورکول کيږي.
  • د پروګرام د رسيدو سره سم د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړې په برخه کې د پوهنتون د رياست  لخوا په منل شويو تصديق پاڼو وياړل کيږي.

 

د  شيخ زايد پوهنتون د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړې  مرکز اداره