شیخ زاید پوهنتون کې د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې د لاسته راوړنو او بریالیتوب په اړه غونډه وشوه

szu_admin
Wed, Aug 04 2021 3:30 PM
szu tazmin kaifyat achivemetn coverence

نن سه شنبه (۱۲/۵/۱۴۰۰) شیخ زاید پوهنتون کې د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې د لاسته راوړنو او ښه پرمختګ په موخه د علمي شورا غونډو په تالار کې د پوهنتون علمي مرستیال په مشرۍ غونډه ترسره شوه.

په سرکې د قرانکریم څو مبارکو ایتونو له تلاوت وروسته ، د پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی شفیع ګل شفیقي د کیفیت لوړونې په برخه کې د بشپړ اعتبارلاسته راوړنې په پار له لوړو زده کړو وزارت څخه، د رالیږل شوي راپور په اړه ګډونوالو ته مفصل معلومات وړاندې کړل.

په راپور کې د شیخ زاید پوهنتون غوره مقام لاسته راوړلو ستاینه شوې او د ښه بهبود په موخه هغه سپارښتنې چې په راپور کې یادې شوې دي، په اړه یې عملیاتي پلان جوړ ، ترڅو شیخ زاید پوهنتون د نورو بریاوو لامل وګرځي.

د یادولو وړ ده، چې د بشپړ اعتبار لاسته راوړنې په اساس شیخ زاید پوهنتون د مالي خپلواکۍ ترلاسه کولو ترڅنګ، دماستري برنامو پیلولو واک هم خپلوي، چې بیلګه یې د ژبو او ادبیاتو پوهنځی لخوا د ماسترۍ برنامې پیلول دي او په نورو پوهنځیو کې هم دا برنامې ترکار لاندې دي

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS