د ۱۴۰۰ کال کانکور ازموینې لپاره د بایومتریک لړۍ پیل شوه

szu_admin
Sun, Apr 25 2021 2:26 PM
szu 1400 year Kankor exam biomateric

نن ورځ شنبې د (۵/ثور/۱۴۰۰)د سږ کال کانکور ازموینې لپاره په شیخ زاید پوهنتون کې د بایومتریک لړۍ پیل شوه.

szu 1400 year Kankor exam biomateric

له یادې پروسې څخه د پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي، علمي چارو ، د محصلانو چارو او مالي او اداري چارو مرستیالانو لیدنه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې د امتحاناتو ملي ادارې د اصولو او قوانینو مطابق به یاده پروسه په پوره شفافیت سره د پوهنتون ادارې په همکارۍ ترسره شي.

szu 1400 year Kankor exam biomateric

د محصلانو چارو مرستیال محمد داود بابکرخیل په وینا، چې سږ کال د خوست له حوزې څخه پنځه زره ۶۰۳ کسانو ثبت نام کړی دی، چې له دې جملي څخه یې یو زر ۴۶ ښځینه دي.

د بایو متریک هیئت مشر دوکتور رحیم الله ځیرک وویل چې د بایومتریک لړۍ به درې ورځې دوام ولري او ترڅنګ یې د شیخ زاید پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې په یاده پروسه کې ورسره پوره همکاري کوي

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS