شیخ زاید پوهنتون کې حقوقي کلینیک د عامه خدماتو په وړاندې کولو پیل وکړ

szu_admin
Wed, Mar 31 2021 12:58 PM
szu legal law clinic

نن شنبې ورځ ( ۹/حمل/۱۴۰۰ ) د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو محصلانو د عملي روزنې لپاره حقوقي کلینیک د خپلو فعالیتونو سربیره د عامه خدماتو په وړاندې کولو هم پیل وکړ. یاد حقوقي کلینیک کې به د محصلانو روزنې تر څنګ ، په حقوقي قضایاو کې ولس ته عامه پوهاوی او اړمنو خلکو لپاره وړیا حقوقي خدمتونه وړاندې شي.

szu legal clinic

دا خدمتونه د مجربو او جواز لرونکو مدافع وکیلانو له لوري پر مخ وړل کیږي ، چې کادري ، اداري او په عموم کې ټول هیوادوال کولای شي له یادو خدمتونو څخه د برخمن کیدو په موخه یاد حقوقي کلینیک ته ، چې د شرعیاتو پوهنځي په درېیم پوړ کې موقیعت لري، مراجعه وکړي.

szu legal clinic

د یادونې وړ ده چې د شیخ زاید پوهنتون رهبري د خپل اکادمیک فعالیت ترڅنګ د اړمنو خلکو د هوساینې لپاره هم کار کوي.

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS