د شیخ زاید پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته نوی رئیس معرفي شو

szu_admin
Wed, Dec 09 2020 10:43 AM
د اقتصاد پوهنځی ریس شرف الدین

نن ورځ د ۱۳۹۹ هـ ش کال د قوس میاشتې ۱۸ مه نیټه د شیخ زاید پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته استاد پوهنیار شرف الدین شرف د نوي رئیس په توګه د شیخ زاید پوهنتون رهبرۍ لخوا د یاد پوهنځي استادانو او کارمندانو ته رسمآ ور وپېژندل شو.

د اقتصاد پوهنځی ریس شرف الدین

پدې مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي له پخواني سرپرست رئیس استاد پوهنیار ماموردین منګل څخه مننه وکړه، چې په خپله کاري موده کې یې د پوهنځي پرمختګ لپاره نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کړې دي او اوسنې رئیس ته یې سپارښتنه وکړه، چې د لوړوزده کړو وزارت نافذه قوانینو په چوکاټ کې، خپل ماموریت پر مخ یوسي.

ورپسي د پخواني سرپرست رئیس پوهنیار ماموردین منګل له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې دغه دروند بار یې دده له اوږو څخه کوز کړ.

په پای کې استاد شرف له رهبرۍ څخه خوښي څرګنده کړه، چې پر ده یې باور وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې دا دروند مسؤلیت به د دوی د رهبرۍ لاندې او د خپلو استادانو په همکارۍ تر منزله رسوي

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS