شیخ زاید پوهنتون کې د هیواد خپلواکۍ ۱۰۱ کالیزه ښه په ذوق سره ولمانځل شوه

szu_admin
Mon, Aug 17 2020 4:00 PM
شیخ زاید پوهنتون  کې د هیواد خپلواکۍ ۱۰۱ کالیزه ښه په ذوق سره ولمانځل شوه

:شیخ زاید پوهنتون کې د هیواد خپلواکۍ ۱۰۱ کالیزه ښه په ذوق سره ولمانځل شو

شیخ زاید پوهنتون کې د هیواد خپلواکۍ ۱۰۱ کالیزه ښه په ذوق سره ولمانځل شوه
نن ورځ ( ۲۷/اسد/۱۳۹۹) د شیخ زاید پوهنتون د عبدالصمد خان اڅکزي تالار کې د افغانستان خپلواکۍ ۱۰۱ کالیزه د استادانو ، محصلانو او اداري کارمندانو لخوا ښه په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه. غونډه د قران کریم په مبارکو ایتونو سره پیل شوه ، چې ورپسې د پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي په خپلو پیلیزو خبرو کې د مبارکۍ ترڅنګ ددې ورځې اهمیت او ارزښت ګډونوالو ته په لنډو ټکو کې څرګند کړ او دغه ورځ یې په تاریخ کې د انګلیس څخه د نورو اسیایي هیوادونو خپلواکۍ او د ترقۍ پیلامه وبلله.ورپسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد شفیق مندوزي په خپله وینا کې د استقلال ګټونکي پاچا غازي امان الله خان په میړانه ، زړورتوب او هغه هنر چې څنګه افغانان سره متحد او د ښکیلاکګر په وړاندې یې سوق کړي ، رڼا واچوله.
ددې پرتمینې غونډې بل ګډونوال د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهنیار رباني وحدت د خپلواکۍ اتل غازي امان الله پر شخصیت ، ژوند او د هغه په اصلاحاتو مفصلې خبرې وکړې او د اتل پاچا په وخت کې یې د مطبوعاتو او فردي حقوقو لاسته راوړنې مهم ګامونه وبلل.
د یادولو وړ ده چې د زمري ۲۸مه په هیواد کې د یوه ځانګړي برم څخه برخمنه ده او هر کال یې افغانان په داخل او خارج کې په خاصو مراسمو سره لمانځي.
په پای کې غونډه د یوه سرلوړي او سیال افغانستان په دعا سره پای ته ورسیده

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS