د شیخ زاید پوهنتون سره د ښار جوړونې او ځمکو ریاست لخوا د ۱۲۹ توکه کتابونو مرسته وشوه

szu_admin
Sat, Jul 25 2020 11:16 AM
د شیخ زاید پوهنتون سره د ښار جوړونې او ځمکو ریاست لخوا د ۱۲۹ توکه کتابونو مرسته وشوه

:د شیخ زاید پوهنتون سره د ښار جوړونې او ځمکو ریاست لخوا د ۱۲۹ توکه کتابونو مرسته وشوه

د شیخ زاید پوهنتون سره د ښار جوړونې او ځمکو ریاست لخوا د ۱۲۹ توکه کتابونو مرسته وشوه
د شیخ زاید پوهتون ریاست مقام کې د یوې غونډې په ترڅ کې چې د همدې کتابونو د تسلیمی په اړه جوړه شوي وه ، د خوست ولایت ښارجوړونې او ځمکو ریاست لخوا د ۱۲۹ مختلف عنوانه کتابونو مرسته وشوه.
یاد کتابونه چې ټول د نوی عصر غوښتنو مطابق د انجینري په برخه کې لیکل شویدي ، د انجینري پوهنځی ریاست په واک کې ورکړل شول.
د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي د ښارجوړونې او ځمکو رئيس محترم ابراهیم الله ولیزي څخه ددې معنوي مرستې چې د دواړو ادارو ترمنځ د شوي تفاهم لیک تعقیب دی ، مننه وکړه.
په غونډه کې د انجینري پوهنځی استادانو کتابونه د عصري سیستم مطابق وبلل او د ښارجوړونې او ځمکو ریاست ادارې څخه یې د خوښۍ ترڅنګ د نورو ورته ډول مرستو هیله وکړه.
محترم ولیزي خپلو خبرو کې وویل چې د Urban Development Support project (UDSP) په ملاتړ یې دغه مرسته پوهنتون ته جذب کړي ده .
هغه د پوهنتون ادارې ته ډاډ ورکړ چې ان شاءالله په راتلونکې کې به د انجینري پوهنځی سره UDSP په ملاتړ ، چې د نړیوال بانک لخوا د ښار جوړونې او ځمکو وزارت کې یوه تمولوونکې پروژه ده، د لابراتوار او نورو تخنیکي وسایلو مرسته هم وکړي.
پاتې دې نه وي چې د شیخ زاید پوهتنون رهبرۍ په دې هڅه کې ده چې ، د پوهنتون د بهبود او د محصلینو د عملي زده کړو غنا لپاره له نورو ادارو سره هم تړونونه لاس لیک کړي

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS