د شرعیاتو پوهنځي او دینې مدرسو استادانو ته د علمي څېړنې میتودلوژي او علمي مقاله لیکنې تر عنوان لاندې ورکشاپ وړاند شو.

szu_admin
Thu, Aug 14 2025 3:57 PM
للالاتدتتړنت

نن پنج شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د اسد مياشتې ۲۳مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفر المظفر میاشتې له ۲۰مې نيټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو پوهنځي او دینې مدرسو استادانو لپاره د علمي څېړنې میتودلوژي او علمي مقاله لیکنې درې ورځنی ورکشاپ نن ورځ پای ته ورسید.

په دغه ورکشاپ کې د څېړنې میتودولوژي، د څېړنې اهمیت، ځانګړتیاوې، د څېړنې فلسفه، ډلبندي، په شرعي علومو کې د څېړنې میتودونه، علمي مقاله لیکنه، په شرعي علومو کې علمي مقاله لیکنې طرزالعمل، له اسلامي قـ.ـیادت څخه تر ټولینزو، سیاسي اقتصادي، فرهنګي او شرعي پرمختګونو پورې د فـ.ـرامینو اغېز د کنفرانس مقالې د فارمټ تشریح او په مقاله کې په علمي طریقو د سرچینو او ماخذونو را وړلو باندې بحثونه تر سره شول.

دغه ورکشاپ د شیخ زاید پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنوال حسام الدین رحیم زي، د علمي څېړنو مرستیال پوهنمل دوکتور احمدجاوید شکیب، او د علمي څېړنو امر پوهنیار ذاهد الله زهین له خوا وړاندې شو.

د يادولو ده، چې له دې وړاندې هم د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونیت لخوا د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز په همکارۍ د استادانو د ظرفیت لوړونې په موخه بېلا بېل ورکشاپونه وړاندې کړي دي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS