د خوست ولایت ښاروالۍ سره د ګډې همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو.

szu_admin
Thu, Jul 31 2025 2:04 PM
لاتغغادذت

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د زمري میاشتې ۹مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفر المظفر میاشتې له ۶مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رياست مقام کې د شيخ زايد پوهنتون او خوست ښاروالۍ تر منځ د ګډې همکارۍ په موخه تړون لاسليک شو.

د هوکړه ليک د لاسليک په مراسمو کې د شیخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ..ـقـاني، د خوست ولایت ښاروال مفتي شهزاد نور راشد او د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسین خېل ګډون درلود.

د ياد هوکړه ليک له مخې به د عامه ذهنيت جوړونې پروګرامونو په لاره اچول، په بېلا بېلو سکتورونو کې د محصلانو ظرفيت لوړونې، د محصلانو سره د مونوګراف لیکنې او د پوهنتون چاپېريال سرسبزي او پاکولو په برخه کې همکاري، همدارنګه په حقوقي، اقتصادي، ښاري سرسبزۍ، ټولنيزو او انجینري برخو کې د ښاروالۍ سره د اړوندو پوهنځيو لخوا همکاري شامله ده، چې يادې چارې به د دواړو لوریو د یوې مشترکې کمېټې له لارې تنظيمېږي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS