د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رئيس د پوهنتون په عمومي مسجد کې استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته د يوې راټولیدنې پر مهال وينا وکړه.

szu_admin
Sun, May 18 2025 9:49 AM
شانرالله سره غونده

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس شيخ شاکرالله وحدت د يوې را ټولیدنې په ترڅ کې د شیخ زاید پوهنتون استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته وويل، مونږ او تاسو بايد پرمختګ او ترقي د اسلام په لاره کې ولټوو؛ نه په هغو لارو کې چې د اسلامي شريعت مخالفې وي. همدارنګه د جماعت لمانځه اهتمام کول، صورت او سیرت د سنت مطابق برابرول او غوره اخلاقو لرلو په اړه اصلاحي وينا وکړه.

نوموړي د پوهنتون کارکوونکو ته د يوې جلا غونډې پر مهال د امربالمعروف قانون د دې ملت لپاره نيک ګام وباله او زیاته یې کړه چې عملي کول يې زمونږ او ستاسو وجیبه ده، همدارنګه نوموړي وويل چې غوره هغه څوک دی چې نورو ته يې خير ورسېږي او د وطن د پرمختګ فکر ور سره وي.

د امربالمعروف قانون عملي کول، خپل صورت او سيرت د سنتو مطابق برابرول، خپلې دندې ته ژمنتيا، نيک اخلاق او د لمانځه پابندي هغه موضوعات و، چې د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکر الله ښاغلي وحدت د ویناوو اساسي برخه وه.

نشراتو او عامو اړيکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS