د ځنګلونو، اوبو او هوا نړیوالو ورځو په مناسبت سيمينارونه ورکړل شول.

szu_admin
Mon, Mar 24 2025 3:14 PM
ددذلربزرال

نن دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وري مياشتې ۴مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له ۲۴مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون ریاست مقام په تالار کې د ځنګلونو، اوبو او هوا نړیوالو ورځو په مناسبت سيمينارونه وړاندې شول.

په يادو سمينارونو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ..ــقاني، د پوهنتون مرستيالانو، استادانو او د پوهنځیو محصلانو ګډون کړی و.

د قرآن کریم له تلاوت وروسته، د پاکې هوا اړوند سیمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهنوال شفیع ګل شفیقي، د اوبو اهميت او مدیريت د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی نقیب احمدي نعیمي او د ځنګلونو ارزښت اړوند سیمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهنمل حکيم الله عابد لخوا وړاندې شو.

باید یادونه وکړو چې یاد سیمینارونه د محصلانو چارو معاونیت په هڅو د نظم او ډیسپلین عمومي کمېټې لخوا برابر شوي و.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS