د پښتو ژبې ادبیاتو ماسټري برنامه د کابل شهید استاد رباني شیخ زاید ننګرهارکندهار بلخ هرات پوهنتوننو کې د ګډو همکاریو په په اساس تفاهمنامه لاسلیک شوه

szu_admin
اثنين, مايو 10 2021 12:06 مساء
د پښتو ژبې ادبیاتو ماسټري برنامه د کابل شهید استاد رباني شیخ زاید ننګرهارکندهار بلخ هرات پوهنتوننو کې د ګډو همکاریو په په اساس تفاهمنامه لاسلیک شوه

۱۴۰۰کال، د غویي ۱۹مه، لوړو زده کړو وزارت

په پام کې ده چې د تقنیني اسنادو پر بنسټ د هېواد لویو پوهنتونونو تر منځ د ماسټرۍ ګډ پروګرام په لوړ او معیاري کیفیت رامنځته شي چې په لومړي نوښت کې د هېواد د دولتي پوهنتونو تر منځ د ۷ اړخیز هوکړه لیک پر بنسټ به د پښتو ژبې او ادبیاتو پوهنځي د ماسټري پروګرام ته لار هواره شي.

۱۴۰۰کال، د غویي ۱۹مه، لوړو زده کړو وزارت  په پام کې ده چې د تقنیني اسنادو پر بنسټ د هېواد لویو پوهنتونونو تر منځ د ماسټرۍ ګډ پروګرام په لوړ او معیاري کیفیت رامنځته شي چې په لومړي نوښت کې د هېواد د دولتي پوهنتونو تر منځ د ۷ اړخیز هوکړه لیک پر بنسټ به د پښتو ژبې او ادبیاتو پوهنځي د ماسټري پروګرام ته لار هواره شي.

دغه انلاین ناسته نن د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په مشرۍ تر سره شوه چې د دغه وزارت ځینو رییسانو او ۷ پوهنتونونو استازو هم ګډون پکې کړی وو. د هوکړې د غني کولو په اړه هر اړخیزې خبرې پکې وشوې.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د ورته پروګرامونو موخه چې د یوه نوي مودل پر بنسټ له شته اسانتیاوو څخه په ګټې تر سره کېږي، د ماسټرۍ په کچه د کادرونو او څانګپوهانو په روزنه کې د هېواد د تحصیلي بنسټونو له تخنیکي، معنوي او انساني سرچینو څخه سمه ګټه اخیستنه، د کار بازار د اړتیاوو پر بنسټ د کادرونو روزنې او په هېواد کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ودې او پیاوړتیا پروسې ته لار هوارول وبلل.

د پښتو ژبې ادبیاتو ماسټري برنامه د کابل شهید استاد رباني شیخ زاید ننګرهارکندهار بلخ هرات پوهنتوننو کې د ګډو همکاریو په په اساس تفاهمنامه لاسلیک شوه

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل چې د هېواد په اوسنیو شرایطو کې له فوق لېسانس زده کړو سره د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې او په دې برخه کې د ولسمشرۍ عالي مقام سپارښتنې هم د هېوادوالو د غوښتنو پر بنسټ شته ده.

پوهنمل بالاکرزي زیاته کړه چې په راتلونکي کې به د نورو څانګو پلي کولو په موخه له دغه مودل څخه د هېواد لویو پوهنتونونو په همکارۍ په هغو بنسټونو کې ګټه واخیستل شي چې د ماسټرۍ پروګرام رامنځته کولو اړتیا پکې لیدل کېږي.

هغه همدارنګه په هوکړه کې د شاملو پوهنتونونو علمي مرستیالانو ته سپارښتنه وکړه چې د یادې مسودې د بډاینې او ښه پلي کولو په پار ګډې ناستې جوړې کړي او د دې میاشتې تر پایه خپل نظرونه او وړاندیزونه له لوړو زده کړو وزارت سره شریک کړي.

د مسوولینو په وینا په دغه پروګرام کې کابل، ننګرهار، د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې، بلخ، هرات او شیخ زاید پوهنتونونه شامل دي، چې د هوکړې تر لاسلیک وروسته به یاد پروګرام په عملي توګه پیل ش

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS