د شیخ زاید پوهنتون او شمل خرم فرعي دریايي حوزوي ریاست ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

szu_admin
أربعاء, ديسمبر 16 2020 10:09 صباحا
د شیخ زاید پوهنتون او شمل خرم فرعي دریايي حوزوي ریاست ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

نن ورځ د ۱۳۹۹ کال د قوس یا لیندۍ میاشتې په (۲۵) نیټه د شیخ زاید پوهنتون او شمل خرم فرعي دریايي حوزوي ریاست ترمنځ په اتو (۸) مادو کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل او د شمل خرم فرعي دریایي حوزوي ریاست رئیس محترم زین الله نسیمي لخوا د انجینري مسلک اړوند په علمي چارو او عملي څېړنیزو برخو کې د مرستو هوکړه لیکلاسلیک شو، چې خوشبختانه د سیلابي اوبو د مخنیوي شپږو(۶)چک ډیمونو او ویالو په اساسي ډول د جوړیدو لپاره د سروې چارې یې سر له نن څخه پیل شوې.

د شیخ زاید پوهنتون او شمل خرم فرعي دریايي حوزوي ریاست ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د شیخ زاید پوهنتون رئیس حسین ګل اریوبي یاد هوکړه لیک د شیخ زاید پوهنتون لپاره ډېر ګټور وباله او زیاته یې کړه، چې دا ډول تفاهم لیکونه د محصلینو په عملي زده کړو کې ډېر مفید ثابتیږي، چې له امله به یې د انجینري پوهنځي محصلین په عملي کارونو کې ډېره پیاوړتیا تر لاسه کړي.

په یاد هوکړه لیک کې د دواړو اړخونو لخوا د افکارو د تبادلې او د اسانتیاوو په برابرولو، د علمي، تحقیقاتي او تکنالوژیکي نمایشاتو، څېړنیزو کارونو، محصلینو ته د دوی اړوند پروژو کې د روزنې زمینې برابرول، محصلینو ته د روزنې په برخه کې ټولې اسانتیاوې د شمل خرم او دریایي حوزوي ریاست لخوا برابرول، انجینري پوهنخي محصلینو لخوا د اړتیا وړ پروژو په ډیزاین کې همکاري او د دواړو خواوو لخوا به د نویو معلوماتو، کتابونو او تحقیقاتي نتایجو شریکولو په برخه کې همکارۍ ترسره کوي.

د شیخ زاید پوهنتون او شمل خرم فرعي دریايي حوزوي ریاست ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د یادولو وړ ده، چې د شیخ زاید پوهنتون رهبري د محصلینو عملي زده کړو د ښې پیاوړتیا په موخه د نورو ریاستونو سره هم ورته هوکړه لیکونه لاسلیک کړيدي

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS