شیخ زاید پوهنتون کادري روغتون کرونا ناروغۍ لرونکو ته په چوپړکې

szu_admin
اثنين, يوليو 20 2020 11:09 صباحا
د کرونا ویرس په اړه

د شیخ زاید پوهنتون اداره په هرحالت کې د افغان ولس ترڅنګ پاتې شوې ده: پوهنتونونه او علمي مرکزونه له همدې ولس څخه جوړشوي، د همدې ټولنې او وګړو په درد درمند او په خوشالې یې خوشاله شوي دي. بد بختانه نن مو وطن او ټولنه په داسې یو ناورین اخته شوي ده ، چې که مخنیوی یې ونشي لوی ناورین به رامنځته کړي. کرونا ویروس ... ! د ذکرشوي ویروس پرضد دادی نن عملآ د شیخ زاید پوهنتون ۵۰ بستریزکادري روغتون د خوست ولایت عامې روغتیا ریاست ته د خوست ولایت د « روغتیايې کلستر» پریکړې په اساس ، د انساني او بشري ناورین مخنیوي په موخه د یاد ریاست په واک ورکړل شو. کرونا یوه وژونکې ناروغي ده ، چې په اړوند یې د شیخ زاید پوهنتون ادارې خپل مسؤلیت او عامه خبرونې کې د پوهنتون ویب سایټ او ټولنیزو شکبو ترڅنګ علمي سمینارونه هم دایر کړي دي. پوهنتونونو او علمي مرکزونو د انساني اذهانو د روښانه ساتلو ترڅنګ تل د ستونزو په حل کې رغنده رول لوبولی او دا یې خپل ایماني او وجداني مسؤلیت ګڼلۍ دی. هیله کیږي چې ددې ناروغۍ مخنیوي په موخه هغه مرستې او همکارۍ چې د داخلي او خارجي نهادونو، موسیساتو او بنسټونو لخوا کیږي ، د مسؤلو نهادونو لخوا د بې ځایه مصرف مخنيوي ترڅنګ په وخت او په ځای مصرف کړئ. خو لاندې انځور کې څو مهم ټکي هم له پامه مه غورځوئ

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS