پوهنتونونو کې تشویقي مواردو او مجازاتو د تنظيم لارښود په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ ورکړل شو.

szu_admin
أربعاء, أغسطس 13 2025 3:09 مساء
ییبقلفلاغ

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د اسد مياشتې ۲۲مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفر المظفر میاشتې له ۱۹مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون د ریاست مقام عونډو تالار کې د پوهنتونونو اړوند واحدونو کې د مکافاتو تشویقي مواردو او مجازاتو چارو د تنظيم لارښود په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ تر سره شو.

ياد ورکشاپ کې چې د شیخ زايد پوهنتون بېلا بېلو پوهنځیو رئيسانو، د څانګو آمرينو او د خصوصي پوهنتونونو مسؤلينو ګډون کړی و، د پوهنتونونو او د هغو په اړوندو واحدونو کې د مکافاتو ډولونو، د علمي سر غړونو او مجازاتو ډولونو، پوهنتونونو ته د اخطاریې عملي بېلګو، د علمي سر غړونو او د وزارت مقام څخه د نوي رالېږل شوي طرز العمل په اړه معلومات وړاندې شول.

د يادولو ده چې دغه سیمينار د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پراختیا آمريت لخوا برابر شوی و، چې د شيخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسین خېل لخوا وړاندې شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS