د وترنري علومو، ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځيو څخه ۱۳۲ محصلان فارغ شول.

szu_admin
اثنين, يوليو 21 2025 3:51 مساء
ړړدتنمخهمم

 پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۲۶، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۲۱مې نیټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون څخه د روان کال فراغت غونډو لړۍ پیل شوه، چې نن ورځ د یوې په زړه پورې غونډې په ترڅ کې د وترنري علومو، ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځیو څخه ۱۳۲ تنو محصلانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه نن ورځ د امام ابو یوسف رحمه الله غونډو په تالار کې رابلل شوي وه، د خوست ولایت والي مولوي عبدالقيوم روحاني، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث محمد نسيم حـ.ـقاني سربېره، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، محصلانو او د فارغېدونکو محصلانو خپلوانو ګډون کړی و.

غونډې ته د وترنري علومو پوهنځي رئيس پوهنمل عبدالطیف رحیمي، استادانو د ښه راغلاست او مبارکیو ویناوو سربېره د شيخ زايد پوهنتون رئيس او د خوست والي هم ویناوې وکړې.

د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني په خپله وینا کې راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ فارغو شویو محصلانو او د هغوی خپلوانو ته د فراغت مبارکي ورکړه او زياته یې کړه چې د هېواد په پوهنتونونو زيات مصارف د دې لپاره کېږي چې د ځوانانو استعدادونه او ظرفيتونه لوړ کړي، غوره تحقیقات او څېړنې تر سره کړي، هغه وخت ښې زده کړې تر لاسه کولی شئ چې په رښتیني ډول زده کړو ته وخت ورکړئ.

د خوست ولایت والي مولوي عبدالقيوم روحاني په خپله وينا کې فارغانو او د هغوی خپلوانو ته د مبارکۍ تر څنګ وويل، چې هر چا ته چې کوم مسؤليت وسپارل شي باید په ښه ډول یې تر سره کړي او زیاته یې کړه چې هر خدمت کې بايد د الله جل جلاله رضایت په نظر کې ونيول شي؛ نه ماديات. نوموړي د توصیې په ډول محصلانو ته وويل چې په کومه اندازه مو وس او توان وي په هغه اندازه د خپلو خلکو په ښه ډول خدمت وکړئ.

همدارنګه د دواړو پوهنځيو محصلانو په نماینده ګۍ ډاکټر شاهين الله او امدادالحق صدیقي خبرې وکړې، دوی د خپلو استادانو او خپلوانو څخه مننه او تر دې وخته یې ورسره د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو او ستونزو ګاللو قدرداني وکړه.

په پای کې د وترنري علومو پوهنځي محصلانو لخوا برابر شوی څېړنيز نندارتون او د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو لخوا ځينې عملي برنامې وړاندې شوې، چې د غونډو ګډونوالو لخوا ښې وارزول شوې او غونډه فارغو شویو محصلانو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو او د دعا په ویلو سره پای ته ورسيده.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS