شيخ زايد پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمين کیفيت او اعتبار ورکولو پلاوي درې ورځينی کاري سفر پای ته ورسېد.

szu_admin
اثنين, ديسمبر 11 2023 9:18 صباحا
s

نن دوشنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال لیندۍ مياشتې ۱۳مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق د جمادي الاول مياشتې له ۲۰مې نيټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت څخه د تضمين کیفیت رئيس شاکر وحيدي په مشرۍ پلاوي د پوهنتون له پوهنځيو او محصلانو سره د لېدنې درې ورځینی سفر پای ته ورساوه او د خپلو لیدنو کتنو پایلې یې د پوهنتون له رهبري او استادانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې شریکې کړې.

په دې اړه هغه ناسته چې نن د شیخ زايد پوهنتون رياست مقام تالار کې رابلل شوې وه، پکې د شیخ زايد پوهنتون معاونينو سربېره د راغلي هیئت غړو، پوهنځيو رئیسانو، څانګو آمرينو او استادانو ګډون کړی و.

s

د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال د لوړو زده کړو وزارت څخه د ښاغلي وحیدي په مشرۍ راغلي پلاوي څخه قدرداني وکړه، چې شيخ زاید پوهنتون کې یې په دې څو ورځو کې زيات زيار وګاله او د بېلا بېلو پوهنځيو له محصلانو سره مو ليدنې وکړې.

نوموړي ډاډ ورکړ چې هڅه یې دا ده شیخ زايد پوهنتون کې د تضمين کیفيت پروسه هغه ډول چې لازمه ده پلي شي او په راتلونکي کې دغه پوهنتون د غوره کیفيت لرلو سربېره د څېړنو په برخه کې هم ښې لاسته راوړنې ولري.

د لوړو زده کړو وزارت تضمين کیفيت او اعتبار ورکولو رئیس شاکر وحیدي د شیخ زاید پوهنتون له ټولو علمي او اداري کارکونکو څخه مننه وکړه چې په تېرو درېیو ورځو کې یې د دوی ښه ميلمه پالنه او په ټولو برخه کې یې ورسره پوره همکاري وکړه.

نوموړي د تضمين کیفيت په تاریخي پس منظر او پړاونو باندې په تفصیل سره و غږيد او زياته یې کړه چې شیخ زايد پوهنتون د هغه پوهنتونونو په قطار کې دی چې بشپړ اکاډميک اعتبار لري او هيله یې وکړه چې د پوهنتون هره برخه کې باید په پوره همت کار وشي؛ ترڅو دغه اعتبار په راتلونکي کې هم له ځان سره خوندي وساتي.

ښاغلي وحیدي د خپلو لیدنو او کنتو ځینې پایلې او هغه نيمګړتياوې او ستونزې چې په ځینو (تدریسي او اداري) برخو کې موجودې وې د ناستې له ګډونوالو سره شريکې کړې او په راتلونکي کې یې د تکميل غوښتنه وکړه.

راټولیدنه د شیخ زايد پوهنتون ارشاد او دعوت آمر مولوي صاحب عبدالوکيل لخوا د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

 

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS